
اسرایلي ځواکونو ویلي چې په ایران هوایي برید په ترڅ کې یې د ددغه هیواد دفاعي سیسټم له منځته وړی دی.
وال سټریټ ژورنال د یوه اسراییلي چارواکي په حواله خبر ورکړ چې پر ایران د اسراییل له برید مخکې ایران څلور ایس-۳۰۰ د توغندیو دفاعي سیسټم درلود چې تر ټولو پرمختللی هوايي دفاعي سیسټم ګڼل کېږي، دغه ټول د اسراییل په برید کې ویجاړ شوي.
په ایران د اسرایلو د تیرې ورځ هوایي برید چې د شپې ناوخته وشو تر اوسه یې د زیانونو مالومات ندي خپاره شوي.
ایران د اسرایلو ددغه ادعا چې دفاعي سیسټم یې ور ړنګ کړی تر اوسه څه ندي ویلي خو د برید د عچ اخیستو یاده یې کړې ده.