افغانستانخبرونه

روسیې له افغانستان سره د ۱۲۸۰ مټریک ټنه اوړو مرسته وکړه

کابل ټیلیګراف – ۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د روسیې فدراسیون په افغانستان کې د اړمنو کورنیو ملاتړ لپاره ۱۲۸۰ مټریک ټنه غني شوي اوړه د خوړو نړی‌وال پروګرام (ډبلیو‌اېف‌پي) ته ورکړي دي.

ټاکل شوې چې دا مرسته به په شمالي ولایتونو او د هېواد په نورو سیمو کې اړمنو کورنیو ته ووېشل شي.

مزارشریف کې د روسیې کنسول ایګار نیکالایف د دغو مرستو د تسلیمولو پرمهال د افغانستان له خلکو سره د خپل هېواد د بشري مرستو پر داوم ټینګار وکړ.

بلخوا، بلخ کې د (ډبلیو‌اېف‌پي) دفتر مسوول نجیب‌الله رحماني وویل چې دا مرستې به د شمال زون د اړمنو کورنیو ترڅنګ د نورو ولایتونو بې‌وزلو کورنیو ته به هم ووېشل شي.

رحماني د دغه بنسټ د بودجې د کمښت خبره کوي او وایي چې د روان زیږدیز کال د روانې میاشتې په ترڅ کې اړ شوي چې خپلې مرستې کمې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم یو شمېر مرستندویه بنسټونو د بودجې د محدویتونو له امله د خپلو بشري مرستو د کمېدو خبر ورکړی دی.