راپورونه وايي، پر ایران د اسرائیلو د برید تر پیل لږ وروسته د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټن د اسرائیلو د دفاع له وزیر یواف ګالانت سره خبرې کړي دي.
که څه هم تر اوسه د دغو ټلیفوني خبرو جزیات نه دي په ډاګه شوي خو ویل کېږي چې دواړو چارواکو به پر ایران د برید د جزیاتو او ځینو نورو مسایلو په تړاو خبرې کړې وي.
بلخوا د امریکا غږ په یو خبر کې د سپینې ماڼۍ له قوله ویلي چې د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن او مرستیاله یې مامېلا هیریس چې د امریکا ولسمشرۍ ته کاندیده هم ده دغه برید له نږدې څاري.