خبرونهنړۍ

پاکستاني پولیسو یو ځل بیا علي وزیر نیولی دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشران وايي چې د پنجاب پوليسو د دوی مخکښ مشر او د پاکستان په ملي پارلمان کې د جنوبي وزیرستان پخوانی استازی علي وزير بيا نيولی دی.

دا تر هغه وروسته ده چې د اکتوبر پر ۲۳ (لړم ۲) د لاهور د عالي محکمې قاضي علي ضيا باجوه د پنجاب ايالت په ګجرات ولسوالۍ کې د عام نظم د ګډوډلو په تور د علي وزير نيولو د دوام ممانعت وکړ او د هغه خوشې کولو امر يې وکړ، خو پر همهغه شپه علي وزير د پنجاب د بکر ولسوالۍ پوليسو ونيو او زنداني يې کړ.

د پي ټي اېم غړي وايي چې د بکر ولسوالۍ انتظامي مشر (ډپټي کميشنر) د غورځنګ مخکښ مشر علي وزير د عامه نظم د ګډوډۍ د قانون درېیمې مادې (درې اېم پي او) له مخې نيولی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړي عبدالصمد خان د اکتوبر پر ۲۴ (لړم ۳) پر خپله فېسبوک پاڼه د علي وزير د بيا نيولو په اړه پوښتنه راپورته کړې ده او ليکي: “تاسو د پاکستان په ۷۷ کاله تاريخ کې داسې چيرته ليدلي يا اورېدلي دي چې د پنجاب یو سیاسي مشر يې په پښتونخوا کې د درې اېم پي او لاندې کله په بنو، کله په سوات، کله په مردان او کله په ډېره اسماعيل خان کې بندې کړی وی؟ نو بیا له یو پښتون سیاسي مشر سره داسې ولې کېږي چې کله په راولپينډۍ، کله په جهلم، کله په ګجرات او اوس بيا په بکر کې بندې شوی.”

تر دې وړاندې د ګجرات ډپټي کميشنر صفدر ويرک د سپټمبر پر ۳۰ (تلې ۹) د عامه نظم د ګډوډولو په تور د ۱۴ ورځو لپاره زندان ته د علي وزير د لېږلو امر کړی وو. ويرک د اکتوبر پر ۱۴ (تلې ۲۳) په يوه بل امر کې د علي وزير د بند موده د اکتوبر تر ۲۸ (لړم ۷) پورې غځولې وه.