خبرونهنړۍ

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت پر ایران د اسرائیلو برید له نړیوالو قوانیو سرغړونه بللې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر ایران د اسرائیلو د توغندیز برید په غبرګون کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا بریدونه د ملګرو ملتونو له منشور او نړیوالو قوانینو څخه «ستره سرغړونه» ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دا بریدونه په سیمه کې سوله او ثبات زیانمنوي او په سیمه کې د «خطرناکو» جګړو د زیاتېدو لامل کېږي.

له بلې خوا د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي دي چې د اسرائیلو دا برید «د ایران له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه» ده.

اسرائیلو نن سهار په درېیو څپو کې د ایران پر اهدافو بریدونه وکړل، د دغه هېواد د رسنیو په وینا، په دغو بریدونو کې تر سلو زیاتو جنګي او بې پیلوټه الوتکو برخه اخیستې وه.