د برېتانيا لومړي وزير کېیر سټارمر پر ایران د اسرایلو هوایي برید ته په غبرګون کې له دواړو هیوادنو د زغم غوښتنه کړې.
کېیر سټارمر ویلي:« اسراییل حق لري، چې د ایران د تېري په وړاندې له ځانه دفاع وکړي. موږ باید د سیمهییز تاوتریخوالي مخه ونیسو او له ټولو اړخونو غواړو، چې په دې برخه کې له زغم څخه کار واخلي او ایران باید د دغه بریدونو ځواب ورنه کړي.»
خو په ورته مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر ایران د اسراییل بریدونه غندلي او ویلي یې دي، چې دغه ډول بریدونه په سیمه کې د خطرناکې جګړې لامل ګرځي.
بیګاه شپه د اسرایلو هوایي ځواکون د ایران یو شمېر پوځي مرکزونه بمبار کړي خو تر اوسه د زیانونو په اړه خبرونه ندي ورکړل شوي.