خبرونهنړۍ

د اسرائیلو خلکو د دوی د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په موخه لاریونونه وکړل

کابل ټیلیګراف – ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

په اسرائیل کې خلکو د اوربند او په غزه کې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره لوی لاریون وکړ.

د اسرائیلي رسنیو په وینا، د نتنیاهو د حکومت پر ضد د یرغمال شویو کسانو کورنیو او اسرائیلي اتباعو احتجاجي لاریون وکړ.

لاریونوالو چې د جګړې د بندیدو او د حماس له لورې د دوی د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو شاعرونه یې ورکول، د امریکا سفارت پورې په تګ خپل لاریون ترسره کړ.

د اسرائیلي رسنیو په وینا، مظاهره کوونکو د نتنیاهو له حکومته غوښتنه وکړه چې د یرغمال شویو کسانو د خوشې کولو لپاره له حماس سره سمدستي موافقه وکړي.