
کابل ټیلیګراف – ۲ غویي ۱۴۰۴ لمریز کال
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان پولیسو په پنجاب او شمالي وزیرستان کې د ټي ټي پي ۱۶ جنګیالي وژلي دي.
د اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ، د پنجاب پولیسو له قوله راپور ورکړی چې د پاکستان د طالبانو تحریک ۱۰ جنګیالي په پنجاب ایالت کې وژل شوي دي.
د دې راپور له مخې، په یوه بل عملیاتو کې،د ټي ټي پي شپږ جنګیالي په شمالي وزیرستان کې له منځه وړل شوي دي.
د پنجاب پولیسو ویلي، چې د دې ایالت په غرونو کې د ۲۰ تر ۳۰ ترهګرو د شتون راپورونه ورکړل شوي وو.
د پنجاب اعلی وزیره مریم نواز د دې ایالت د پولیسو ستاېنه کړې او دا اقدام یې ترهګرو ته روښانه ځواب بللی دی.
تحریک طالبان پاکستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
که څه هم د ټي ټي پي زیاتره بریدونه په خیبرپښتونخوا ایالت کې ترسره کیږي، خو دا ډله کله ناکله د پاکستان په نورو ایالتونو کې هم د پاکستاني پوځیانو پر ضد عملیات کوي.