افغانستانخبرونه

امرالله صالح: د سراج حقاني مرکه د لویې پکتیا طالبانو کودتا ته لوالتیا په ډاګه کوي

د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح نیویارک ټایم سره د سراج الدین حقاني د مرکې په تړاو ویلي چې دغه مرک د خپلمنځي مخالفتونو او د لویې پکتیا د طالبانو کودتا ته لوالتیا په ډاګه کوي.

امرالله صالح په خپله اېکس پاڼه لیکلي، «د نيويارک ټايمز مقاله په اصل کې د طالبانو د لويې پکتيا د څانګې يوه غوښتنه ده چې له سي ای اې سره يې د خپلو څو لسيزو همکاريو يادونه کړې او د کودتا په اړه يې خپله لېوالتيا او خپلمنځي اختلافات بيان کړي دي.»

د نومړي په وینا د طالبانو ترمنځ اوسنی حالت د دې ښکارندويي کوي، چې یاده ډله په انزوا کې ده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مقاله کې لیکلي و، چې سراج الدین حقاني د ښځو حقونو، د نجونو د زده‌کړو او نورو مسایلو په تړاو، چې د دې ډلې توندلاري مشر ملا هبت الله پرې بندیزونه لګولي، نرم دریځ لري او په دې لټه کې دی چې د دغسې ګامونو پر وړاندې مقاومت وکړي.

ددغې مرکې په غبرګون کې د دوحې د سولې توافقنامه کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم متحهده ایالات متوجه کړي وو چې سراج الدین حقاني سره اړیکې باید د غچ اخستنې په موخه ونه پالل شي.