افغانستانخبرونه

ننګرهار کې د ځمکې پر سر شخړې له امله درې کسان وژل شوي

ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

دغه شخړه تېره ورځ (شنبه، ۵ د لړم) د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند «بربهار» سیمه کې د امرخېلو او ساپي قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې.

یوه باوري سرچېنه وایي، د شخړې پرمهال دواړه لوریو پر یو بل ډزې کړي، چې پرمهال یې د دواړو لورو درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، چې دغه شخړه کې د دریو وژل شویو ترڅنګ دوه کسان ټپیان شوي چې روغتیايي وضعیت یې نازک دی.

بلخوا ننګرهار کې ځایي طالب چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او زیاته کړې یې ده، چې د پېښې ځای ته پر وخت رسیدلي او ځینې کسان یې نیولي او څېړنې ترې روانې دي. له دې څه موده وړاندې په لغمان ولایت کې هم د دوو قومونو ترمنځ شخړه کې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې