د طالبانو د کرنېوزارت وايي، په کابل کې د چین سفیر د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی چې چین په نړۍواله کچه د طالبانو د حکومت ملاتړ کوي.
مولوي صدراعظم عثماني او ژاووشېنګ نن په کابل کې لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د کرنیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
دغه ناسته چین هېواد ته د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د سفر د همغږۍ او د نشه یي توکو د بدیل کښت، د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه جوړه شوې وه.
په ناسته کې صدراعظم د چین او افغانستان د ښو اړیکو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د افغانستان کرنیز محصولات د چین په بازار کې ځانګړی ځای لرلای شي، او په بدل کې به د چین صنعتي تولیدات هم په افغانستان کې ښه بازار ولري.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د چین سفیر ژاوو شېنګ هم له مولوي عثماني څخه د دوامداره اړیکو او همکاریو له امله مننه وکړه او ویې ویل، چې چین او افغانستان د تاریخ په اوږدو کې ښې اړیکې لري او چین په نړۍواله کچه د طالبانو له حکومت څخه ملاتړ کوي..