افغانستانخبرونه

مالیزیا کې د طالبانو سفیر د بېلابېلو هېوادونو له سفیرانو سره د اړېکو پر پراختیا خبرې کړي

مالیزیا کې د طالبانو سفیر د روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو له سفیرانو سره کتلي دي او پر بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې کړي

یاد سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، احمدي دغه هېواد کې د روسیې، ازبیکستان، تاجیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، اذربایجان او قرغیزستان له سفیرانو سره کتلي دي.

سرچېنې لیکلي، دغه کتنه کې له روسيې او منځنۍ اسیا له هېوادونو سره پر دوه اړخیزو اقتصادي او سیاسي اړیکو او فعالیتونو خبرې شوې دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه کتنه کې له سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د اسلامي امارت د تعامل پر پراختیا هم خبرې شوې دي. وه.