
کابل ټیلیګراف د تلې ۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، په افغانستان کې د لسګونه ترهګرو ډلو شتون په اړه یې هېواد اندېښمن دی او له طالبانو یې غوښتي، چې د ګاونډیو هېوادونو په تیره بیا د پاکستان پرضد د ترهګرۍ لپاره د افغانستان د خاورې د کارولو د مخنیوي لپاره د تائید وړ اقدامات وکړي.
هغه ویلي، نړیواله ټولنه باید د افغانستان حالاتو ته کتنه وکړي، دغه راز په دغه هېواد کې امن ته په کتو باید له پاکستان څخه ډول افغانان خپل هېواد ته ستانه شي.
اسحاق ډار زیاته کړه، ترهګرې ډلې ډیجټیل پلیټ فارمونه او ټولنیزې رسنۍ د تبلیغاتو او خلک تاوتریخوالو ته د هڅولو لپاره استعمالوي چې دغه چاره د پاکستان لپاره د زغم وړ نه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو کې د پاکستان دفاع وزیر په ګډون ګڼ شمېر وزیرانو افغانستان او افغانان د پاکستان د ښمن هېواد یاد کړی دی.










