د افغانستان په چارو کې د ازبېکستان ځانګړي استازي، عصمت الله ایرگاشیف څرګنده کړې چې افغانستان د امو سیند له اوبو د ګټې اخیستنې حق لري، خو د دې اوبو کارولو لپاره باید مشخص وېش وټاکل شي.
د ازبېکستاني رسنیو د راپور لمخې، ایرگاشیف ویلي دغه هېواد له افغانستان سره یو ګډ کمېسیون جوړ کړی څو په افغانستان کې د قوشتېپې کانال د جوړولو په اړه خبرې وکړي.
عصمت الله ایرگاشیف زیاته کړه: “د افغانستان خلکو ته هم حق دی چې له امو سینده ګټه پورته کړي، زموږ تر منځ کومه ستونزه نشته. موضوع دا ده چې هر هېواد به څومره اوبه وکاروي.”
تر دې مخکې هم ورته اندېښنې څرګندنې شوې وې.