افغان میرمنو د طالبانو امربالمعروف وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې طالبانو د افغانو ښځو سره جګړه اعلان کړې.
په افغانستان کې یو شمېر میرمنې چې نومونه یې د امنیتي ستونزو له امله ندي په ډاګه شوي ټلګراف ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو دریځ له جګړې کم ندی او دې حالت ښځې تر ځان وژنې اړ کړي.
د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي په یو غږیز کلیپ کې وایي: «کله چې یوه ښځه د تکبیر او اذان اجازه نه لري، نو نه شي کولی چې سندرې او ترانې هم ووایي.»
نوموړي په تدریجي توګه د امربالمعروف د قانون پر پلي کېدو هم ټينګار کړی دی.
یادو میرمنو د ټلګراف ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو ژوند له درده ډک دی او د ښځو پر وړاندې د طالبانو څرګندونې د دوی له پاره د روحي شکنجې په مانا دي.
د طالبانو د بیا واکمنیدو سره په افغانستان کې سخت قوانین وضعه شول، په تیره د ښځو پر وړاندې د زده کړو دروازې وتړل شوې او د کار کولو او تفریح پارکونو ته د تګ حق ترې واخیستل شو.