افغانستانخبرونه

طالبانو د جوزجان د یتیم تاق سمنټو د تولید تړون له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک کړ

د طالبانو تر واک لاندې د کانونو او پټرولیم وزارت په جوزجان ولایت کې د یتیم تاق سمنټو د تولید د فابریکې تړون د «۷۷» په نوم له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک کړ.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي ټلوېزیون د راپور له مخې د دغه قرارداد ارزښت ۱۶۳ میلیونه ډالره دی.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې وویل چې له فعالېدو وروسته به دغه فابریکه د ورځې د درې زره ټنو سمنټو د تولید ظرفیت ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو په ګډون د نړيوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ، د طالبانو له بيا واکمنۍ وروسته په هېواد کې بې وزلي او اقتصادي بحران ډېر شوى دى.