سېمه ییز چارواکي وایي، په نیمروز ولایت کې د امنيت د ښه ټينګښت په موخه د موټرسايکل سپرو ځانګړې قطعې فعاليت پيل کړ.
د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار کې عاجلو پېښو ته رسېدو او د امنیت د ښه ټینګښت په موخه د امنیه قومندان حاجي ملا عبدالظاهر مدثر په سپارښتنه د پولیسو موټر سایکل سپره ځانګړې قطعه رامنځته او په فعالیت یې پیل وکړ.
تر دې مخکې په نورو ولایتونو کې هم یادې قطعې رامنځته شوې وې.