د روسیې د دفاع وزارت مرستیال الکساندر فومین د دفاعي اړیکو د پیاوړتیا په موخه پاکستان ته تللی او هلته یې له د پوځ له مشر عاصم منیر سره لیدلي دي.
الکساندر فومین د پاکستان د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره په لیدنه کې د روسیې او پاکستان ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو غوښتنه وکړه.
د پاکستان پوځ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د سیمې د امنیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي او امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وشوې.
د پاکستان پوځ لوی درستیز عاصم منير له روسيې سره د دفاعي اړيکو د پياوړتيا ژمنه وکړه.
د روسیې هیواد ددغه لوړ پوري چارواکي سفر داسې مهال ترسره شوې چې له دې یوه ورځ وړاندې ددغه هیواد یو پارلیماني پلاوي پاکستان ته سفر کړی.