افغانستانخبرونه

خلیلزاد: د تېر افغان حکومت مشران په حکومتولۍ، خبرو او جګړه کې ناکام وو

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د تېر افغان حکومت مشران د حکومت د پرځېدا پړه پر امریکا او په ځانګړې توګه پر ده [خلیلزاد] اچوي خو په خبره یې همدا مشران د حکومت د پرځېدا لامل شوي دي.

خلیلزاد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، د تېر افغان حکومت مشران په حکومتولۍ، خبرو او جګړه کې ناکام وو.

هغه تور پورې کړی چې دغو مشرانو د افغانستان لپاره لوی فرصت له لاسه ورکړ.