افغانستانخبرونه

طالبانو پکتیکا ولایت کې یو تن په دُرو وهلي

د طالبانو ستره محکمه وایي، د پکتیکا ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې پر غلا یو تورن کس په دُرو وهلی دی.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلی، د پکتيکا ولايت د خيرکوټ ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و تعزیري سزا ورکړل شوه.

سرچېنې لیکلی، ابتدائيه محکمې یاد متهم پر شپږ کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې ياد حکم د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر متهم تطبيق شو.