اوکراین غواړي چې له روسیې سره په جګړه کې د پرمختللې ټیکنالوجۍ پر مټ جوړ شوي روبوټونه وکاروي.
اوکراین چې له روسیې هیواد سره په جګړه کې ښکېل دی له یو کال راهسې په دې هڅه کې دي چې پرمختللی روباټ سیسټم جوړ کړي او د روسانو په مقابل کې یې وکاروي.
ددغه روباټونو په اړه تازه خپاره شوي مالومات دادي چې یاد راوباټونه به په جګړه کې د ډزو کولو ترڅنګ، ماینونه ځای پر ځای کوي، ماشینونه به چلوي، وسلې او سامان به د جګړې ډګر ته رسوي او د جګړې له ډګره به ټپيان خوندي ځایونو ته انتقالوي.
تر اوسه ددغه روباټونو لومړنۍ ازموینې تر شوي خو عمل د جګړې ډګر ته ندي ښکته شوي.