افغانستانخبرونه

د ایران ولسمشر سلاکار: د افغان کډوالو پر وړاندې چلند غیرې انساني او د بخښلو وړ ندی

د ایران د ولسمشر ټولنیزو چارو سلاکار علي ربيعي په ایران کې د افغانانو پر وړاندې چلند ته په غبرګون کې ویلي چې دا د توکم پالنې بېلګه ده او د منلو وړ ندی.

په دې ورستیو کې په سوشل میډیا د ایرانیانو لخوا د افغانانو پر وړاندې زورونکی کمپاین پیل شوی، او تر څنګ یې ځينې ویډیوګانې خپرې شوې چې ایراني نارینه د افغان میرمنو سره ناوړه چلند کوي.

د افغانانو پر وړاندې دغه چلند ته علي ربیعي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي:« د کډوالو پر وړاندې ناوړه نژاد پرستانه کړنې د بخښنې وړ نه دي او د ایراني کلتور او شان سره ورته‌والی نه لري.»

نوموړي زیاته کړې:«لکه څنګه چې د یوې ایرانۍ نجلۍ د کړولو لیدل موږ غمجنوي، د افغان نجونو د وهلو لیدل هم باید موږ هماغه شان غمجن کړي.»

د ایران د نوي حکومت په جوړېدو سره د کډوالو لپاره د ژوند شرایط ډېر ستونزمن شوي دي او تر څنګ یې اعلان کړی چې د روان کال تر پایه به تر دوه میلیو زیات افغان کډوال له خپلې خاورې اوباسي.