د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وايي، د پاکستان امنیتي ادارې په ځای ددې چې ترهګر وځپي برعکس په ترهګرو ولس ځپي.
مولانا فضل الرحمان پرون په خپل پلرني ټاټوبي ډېره اسماعیل خان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ويلي، چې پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره اغېزمنه تګلاره نه لري.
نوموړي ویلي، هغه مهال د پاکستان امن او ټیکاو راځي چې هره اداره خپل مسوولیت وپېژني او د نورو په چارو کې کار ونه لري.
مولانا وايي، له څو کلونو راهیسې د پاکستان ولس له جګړې او بې امنۍ سره مخ دی خو په خبره یې چې پر حکومت یا پوځ نیوکې وکړې هغوی یې دوښمني ګڼي.
د مولا فضل الرحمن ددغه خبرو په غبرګون کې تر اوسه حکومت څه ندي ويلي.
په دې ورستیو کې د پاکستان حکومت د ولسي او سیاسي وګړو لخوا سختو نیوکو سره مخ دی، څه موده وړاندې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني حکومت پر ضد د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا د خیبر جرګه راغوښتل شوې وه چې لکونه پښتنو پکې ګډون کړی او د پاکستان ترهګریزې کړنې یې وغندلې او سختې پرېکړې واورولې.