افغانستانخبرونه

د خوړولو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د اوبو د کچې ټېټېدو په اړه اندېښنه ښودلې

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټېټېدل د دې هېواد د وګړو ژوند ګواښي.

دغه سازمان پر اېکس لیکلي: «دا په افغانستان کې د اقلیم د بحران تریخ حقیقت دی.»

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) خبرداری ورکړی و چې ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د کابل د ځمکې لاندې اوبه په بشپړه توګه ختمې شي.

د ملګرو ملتونو دغې بنسټ د سه شنبې په ورځ (لړم ۸) په اېکس کې ويلي چې په راتلونکو شپږو کالونو کې د اوبو د کمښت یو لامل د ښاري کېدو چټکتیا او د اقلیم بدلون دی.