خبرونهسیمهنړۍ

بلوچستان کې د پولیسو په موټر چاودنه کې ۷ کسان وژل شوي، ۱۵ ټپیان دي

راپورونه وايي، نن سهار د پاکستان د ببوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې د پولیسو په موټر چاودنه شوې چې ۷ کسان په کې وژل شوي او ۱۵ ټپيان دي.

د راپورونو له مخې وژل شویو کسانو کې د ښوونځي پنځه زده کوونکي هم شامل دي.

ځايي امنیتي مسوولینو رسنیو ته ويلي د پولیسو يو موټر باندې چاودنه شوې چې د موټر تر څنګ د ښوونځي د زده کوونکو یو موټر هم روان و.

چاودنه کې دوه پولیس او پنځه زده کوونکي وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي چې اکثریت یې زده کوونکي دي.

د دغې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.