افغانستانخبرونهسیمه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: د طالبان حکومت باید د ترهګرو پر وړاندې پرېکنده اقدام وکړي

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پټنځایونو په اړه اندېښمن دي او د طالبانو له حکومت یې غوښتي چې ددغه ډلو په اړه جدي اقدام وکړي.

ددغه وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دوی په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په اړه جدي اندېښنه لري خو پاکستان تل چمتو دی چې مسایل د خبرو له لارې حل شي.

تیره ورځ په پاکستان کې د طالبانو استازي سردار احمد شکیب رسنیو ته ویلي وو چې افغانستان د پاکستان په کورنیو چارو کې مداخله کول نه غواړي خو د پاکستاني طالبانو مسله خبرو ته اړتیا لري.

ممتاز بلوچ د طالبانو د استازي سردار احمد شکیب څرګندونو ته هم اشاره ویلي، چې پاکستان له هغو ترهګرو ډلو سره خبرو ته لېوالتیا نه لري، چې د پاکستاني اتباعو او ځواکونو د وژنې مسوول دي.