افغانستانخبرونه

په ترکیه کې د افغانستان په اړه د ملي خبرو اترو دوه ورځينۍ غونډه پای ته ورسیده

د ترکې په استمبول ښار کې د د بندو دروازو تر شاه د ملي خبرو دوه ورځينې غونډه پای ته روسیده.

په دې غونډه کې د تېر حکومت یو شمېر سیاسي څېرو او یو شمېر هغه کسان چې له افغانستانه بلل شوي وو او له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، ګډون کړی وو.

داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې دغه غونډه د پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني اجرایه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په طرحه جوړه شوې وه چې مشري يې حکمت خلیل کرزي کوله خو د حامد کرزي د دفتر پخواني ریس کریم خورم دغه اوازې رد کړې.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه لیکلي «د‌ دې غونډې ټولو ګډونوالو ته په احترام او ورته د برياليتوب غوښتنې ترڅنګ، بايد يادونه وکړم؛ پخوانی ولسمشر کرزی چې زموږ د هېوادوالو ترمنځ د خبرو او تعامل غوښتونکی دی، خو د دغې غونډې په طرحه کولو کې يې رول نه درلود او نه کوم چا د هغه په استازيتوب پکې برخه اخيستې وه.»