
کابل ټیلیګراف – ۳۰ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د روسیې د بهرنیو استخباراتو رییس وایي، لویدیځ هېوادونه افغانستان کې د نا امنۍ په موخه د سرپرست حکومت د مخالفینو ملاتړ کوي او له دې لارې خپلې جیوپولیټیکې موخې ترلاسه کوي.
ټاس خبري اژانس راپور ورکړی چې د دغې ادارې رییس، سرګي نارشکن د روانې اپرېل میاشتې په ۱۷مه او ۱۸ مه بیکو کې د افغانستان په تړاو غونډه کې د لویدیځ له لوري د افغانستان بانک د شتمنیو پر کنګل کېدو نیوکه کړې ده.
هغه ویلي چې افغانستان په جیوپولیټیک کې مهم ځای لري او په خبره یې، هېوادونه یې باید په بیارغونه کې مرسته وکړي.
ده ویلی چې د دې لپاره افغانستان کې د بهرنیو زیان رسوونکو لاسوهنو مخنیوی اړین دی.
په ورته وخت کې، سیمهییز هېوادونه، په ځانګړي ډول روسیه، چین او ایران، هڅه کوي چې د افغانستان په چارو کې د خپل نفوذ لمن پراخه کړي او د لویدیځ د نفوذ خنډ شي.
روسیې د اوږدې مودې راهیسې هڅه کړې چې د منځنۍ آسیا امنیت ته له افغانستانه د ورپېښو ګواښونو مخه ونیسي، او دا هېواد یې د خپل جیوپولیټیک اهمیت له نظره یو مهم ټکی بللی دی.