
کابل ټيلیګراف – ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د کامرون ۹۲ کلن ولسمشر پال بیا (Paul Biya)، چې له ۱۹۸۲ کال راهیسې د دې هیواد ولسمشر دی او اوس مهال د نړۍ تر ټولو زوړ دولتي مشر دی، د اتمې دورې لپاره د ټاکنو د ګډون اعلان کړی دی.
له ۱۹۶۰ کال راهیسې، کله چې کامرون له فرانسې خپلواکي ترلاسه کړه، پال بیا د دې هیواد دوهم ولسمشر دی.
د کامرون ولسمشر په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې ویلي، چې د خلکو خدمت لپاره د هغه عزم د هغو سختو ننګونو سره سمون لري چې هیواد ورسره مخ دی.
د کامرون ولسمشر په ۲۰۰۸ کال کې د اساسي قانون تعدیلاتو له لارې د ولسمشرۍ دورې محدودیت لرې کړی و او په ۲۰۱۸ کال کې یې په جنجالي توګه د ۷۱ فیصده رایو په ترلاسه کولو سره بریا خپله کړې وه.
د اکتوبر په ۱۲مه نیټه د ترسره کېدونکو ټاکنو لپاره د پال بیا په وړاندې ګڼ شمېر اپوزیسیون مشرانو هم د ګډون اعلان کړی دی.