خبرونهنړۍ

د برتانیا محافظه کاره ګوند مشري په لومړي ځل افریقایي الاصله سیاستوالې ګټلې

په برتانیا کې د محافظه کاره ګوند مشري په لومړي ځل افریقایي سیاستوالې الاصله بیډناک لا رابرټ ګټلې ده.

۴۴ کلنه افریقایي الاصله سیاستواله کمي بیډناک له رابرت جنریک سره د رایې اچونې په وروستي پړاو کې د بریتانیا د محافظه کار ګوند د نوې مشرې په توګه وټاکل شوه.

د راپورنو له مخې د خپل ټاکنیز کمپاین په جریان کې، بیډناک ژمنه کړې وه، چې محافظه کار ګوند به خپلو “لومړنیو اصولو” ته راستون کړي او په راتلونکو میاشتو کې به د ګوند د نوي لارې نقشې جوړولو لپاره یو لړ بیاکتنې پیل کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي چې د کارونو په لومړیتوبونو کې یې د کارګر اوسنۍ حکومت حساب ورکولو ته چمتو کول دي.

همدا راز، بیډناک ټینګار وکړ، چې د هغې دویمه موخه د بریتانیا حکومت د ترلاسه کولو لپاره د ګوند چمتو کول دي.