د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ لپاره نوماند ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې که ټاکنې وګټي میلیونونه کډوال به له هېواده وباسي.
د رسنیو د راپورونو له مخې ټرمپ دا خبرداری هم ورکړی چې که کاملا هاریس ټاکنې وګټي، او سپینې ماڼۍ ته ستنه شي، د امریکا هر ښار به د کډوالو په یوه خطرناک کمپ بدل شي. »
بل پلو د ډیموکراټ ګوند نوماندې کمالا هاریس هم په خپل کمپاین کې ویلي و چې ټرمپ به سپینې ماڼۍ ته د ستنېدو په صورت کې له خپل واک څخه ناوړه ګټه پورته کړي.
نوموړې تیره ورځ ټرمپ تورن کړی وو چې ټاکنې ګټي نو په امریکا کې به روغتیایي دولتي بیمې ختمې کړي خو ډانلډ ټرمپ دا تورونه رد کوي وو.