خبرونهسیمهنړۍ

پښتونخوا کې د وسله والو بریدونو ډېروالی: دوو میاشتو کې له ۲۰۰ ډېرو نظاميانو ته مرګ ژوبله اوښتې

راپورونه وايي چې په دې وروستيو کې په خیبر پښتونخوا کې پر پاکستاني پوليسو او پوځيانو د وسله والو بریدونه ډېر شوي چې په تېرو دوو میاشتو کې ۷۷ نظامیان وژل شوي او ۱۲۹ نور ټپيان دي.

د خیبر پښتونخوا پوليسو ويلي روان کال دغلته د وسله والو ډلو بریدونه ډېر شوي چې د سپټمبر له لومړۍ د اکټوبر تر وروستۍ نېټې پورې د ملکي وګړو په ګډون ۲۶۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پوليسو په راپور کې راغلي چې په دغه موده کې ۳۱ پوليس، ۳۰ ملېشه ځواکونه او ۱۶ پوځيان وژل شوي، ۴۸ پوليس، ۲۷ ملېشه ځواکونه او ۵۴ پوځيان ټپيان شوي دي او دغه راز ۱۲ ملکي وګړي هم په دغو بریدونو کې وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان دي.

په دغو بریدونو کې ډېره مرګ ژوبله د بنو، شمالي وزیرستان، لکي مروت، کرک، خیبر، ټانک، باجوړ، سوات او کرمې سیمو کې رامنځته شوې ده.

د دغو اکثریت بریدونو مسولیت د پاکستاني طالبانو تحریک يا TTP پر غاړه اخېستی دی.