دوو افغان قاریانو چې د ترکیې هېواد په کوربتوب د دېرشو هېوادونو ترمنځ د قرانکریم د حسن قرائت سیالیو کې برخه اخېستې وه، درېیم او څلورم مقام ګټلی دی.
یادو کسانو ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان په لاس ستاینلیکونه هم ورکړل شوي دي.
د طالبانو په حکومت کې د حج او اوقانو وزارت وايي، د دغه وزارت له لوري د قرانکریم د حسن قرائت دغو سیالیو ته دوه افغان قاریان استول شوي وو چې دواړو يې ښه مقامونه ګټلي دي.
دغه سیالۍ د اکټوبر په ۳۰مه د ترکیې په انقره ښارکې د ۳۰ اسلامي هېوادونو د قاریانو او حافظانو ترمنځ ترسره شوي دي.
د معلوماتو پر بنسټ په دغو سياليو کې افغان ګډونوال قاري عبدالرب ایوبي درېیم مقام او قاري شفیق الله امیني څلورم مقام خپل کړی دی.