راپورونه وايي، د ایران د انقلاب ساتونکي ګارډ (سپاه پاسدران انقلاب اسلامي) یو قوماندان د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې وژل شوی دی.
په دغه پېښه کې د الوتکې پیلوټ هم خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د ایران دولتي خبري اژانس اسنا ويلي د ګلستان ولایت د سپاه پسداران د ځمکني ځواک د قوماندان حمید مازندراني الوتکې د تخنیکي ستونزې له امله بېړنۍ ناسته کړې چې الوتکه هم په بشپړه توګه له منځه تللې ده.
مازندراني د ایران په پوځ کې د برید جنرالۍ تر رتبې رسېدلی و او د سپه پاسدران له مهم غړو څخه شمېرل کېده.