د ایران د بهرنيو چارو وزير سید عباس عراقچي چې پاکستان ته په رسمي سفر تللی نن تر غرمې وړاندې يې د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير او د لومړي وزير مرستيال محمد اسحاق ډار سره ليدلي دي.
راپورونه وايي، دواړو سياسيونو د پاکستان د بهرنيو چارو په وزارت کې ناسته کړې او پر مهمو دوه اړخیزو مسايلو يې خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي چې دواړو وزيرانو د پاکستان او ايران ترمېنځه د اوږدې مودې اړیکو يادونه وکړه او د سوداګرۍ، د انرژۍ د همکارۍ او د پولو د مديريت د زياتولو له لارې يې د دغو اړیکود پياوړتيا پر باندې ټينګار وکړ.
.دوی د سوداګرۍ، پانګونې او د خلکو تر منځ د اړیکو د پراختیا د لارو چارو د لټولو ژمنه څرګنده کړه
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي د منځني ختیځ پر وضعیت هم خبرې وکړې. دوی د فلسطینیانو په خلاف د اسرائیلو تیری په کلکه وغانده او د فلسطین د خلکو د خپلواکۍ د نه ختمیدونکي حق په ملاتړ یې خپل ګډ هوډ څرګند کړ.