مقالې

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې او طالبان

لیکوال: هاشم وحدتیار
ډونالډ ټرمپ: “که بیا ولسمشر شم، په افغانستان کې پاتې امریکایي ټانکونه او پوځي تجهیزات بېرته راوړم یا یې ویجاړوم.”

ټرمپ وویل، که طالبان د امریکایي تجهیزاتو د بېرته ورکولو نه انکار وکړي، نو باید دغه وسایل بمبار شي یا په زور ترلاسه شي.

هغه وویل، بګرام اډه د افغانستان نه بلکې د چین له امله مهمه وه، ځکه چې بګرام اډه د چین د اټومي وسلو د جوړولو له ځای سره یوازې د یوې ساعت په فاصله کې ده.
ټرمپ د بګرام اډې پرېښودل یوه “ستراتیژیکه تېروتنه” وبلله او ژمنه یې وکړه چې که بیا ولسمشر شي، نو بګرام اډه به بېرته ترلاسه کړي.

که ټرمپ ولسمشر شي، د بګرام اډې ته به بیا امریکايي پوځیان ولیږي؟

سیاسیون د کمپاین په وخت کې هر څه وايي، خو بیا ټول نه ترسره کوي.
که ټرمپ په رښتیا بګرام اډه غواړي ونیسي، نو بیا د افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو وتلو لپاره د طالبانو سره هوکړه لیک نه لاسلیک کوه.

د ټرمپ دا څرګندونې یوازې په ټولټاکنو کې د مخالف ګوند باندې د پړې اچول دي. او په ټولټاکنو کی زیاتی رایو اخیستلو لپاره دا ځرګنودنی کوي.
که ټرمپ ولسمشر شي، دی به نه د بګرام اډه ونیسي او نه هم امریکايي تجهیزات ترلاسه کړي.

ټرمپ او یا کماله هارِس که ولسمشره شي، په افغانستان به يی اغیزه څه وي؟
.
افغانستان د امریکا له لومړیتوب څخه لرې شوی دی.
امریکا د نړۍ لویو ستونزو کې بوخته ده.
امریکا به یوازې هغه وخت افغانستان ته پاملرنه وکړي چې له افغانستان څخه امریکا ته امنیتي خطر متوجه شي.
لکه په سیمه کې د امریکا سفارتونو او قنسګری باندې برید وشي او دا بریدونه له افغانستان څخه پلان شوي وي.
په دی صورت کې، که ټرمپ او یا کماله هارِس ولسمشره وي،
د افغانستان په اړه به پرېکړه وکړي.

دواړه ولسمشریز نوماندان د افغانستان لپاره خاص پلان نلري.
دا ځکه چی امریکا لپاره لومړیتوب د اوکراین جګړه، د اسراییلو سره د شپږو هیوادونو جګړې، روسیه او چین لومړیتوب لري. دا باعث شوی چې افغانستان د امریکا او د لویو قدرتونو په لومړیتوب کې نه وي.

دا چې افغانستان د لویو قدرتونو په لومړیتوب کې نه دی، دا د افغانستان په ګټه هم ده.

دا ۴۰ کاله د لویو قدرتونو نیابتي جګړې وې خو د جګړو ډګر یې افغانستان وو. لکه په افغانستان د روسانو یرغل چې امریکا مجاهدین ورته راپورته کړل.
بیا په افغانستان د امریکا یرغل چی روسانو، ایران او چین د ط.لبانو ملاتړ وکړ. په پایله کی بی حسابه افغانان شهیدان شول.

اوس د لویو قدرتونو نیابتي جګړې له افغانستان څخه لرې شوي دي.
دا قدرتونه اوس په نورو هیوادونو کې د یو بل سره په جګړو بوخت دي. لکه سوریه، عراق، اسراییل، لبنان، یمن او اوکراین کې. له دې سره افغانستان په امن کې پاتې کېدی شي.

که د نړی قدرتونه خپلې سیالۍ په نورو هیوادونو کې ونه کړي، نو افغانستان به بیا د نیابتي جګړو ډګر شي.
دا چې امریکا او نور لوی قدرتونه افغانستان په لومړیتوب کې نه لري، دا یو ښه فرصت هم کېدی شي.
چې افغانستان کې ټول طرفونه د ولسواکۍ، د یو پراخه ملي حکومت، د تلپاتې سولې او امنیت د ټینګښت لپاره هڅه وکړي.

دا سبب کیږي چې افغانستان د تل لپاره د جګړو څخه په امن کې پاتې شي.