افغانستانخبرونه

طالبانو په کابل کې یوه ښځه او دوه نارینه په دورو وهلي

په پلازمینه کابل کې طالبانو د یوې ښځې په ګډون دوه نارینوو ته د زنا په تور د دورو سزا ورکړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد کسان هر یو په يو ـ یو کال او شپږ مياشتې تنفيذي بند او ۳۹ ـ ۳۹ دورو سزا محکوم شوي و.

سترې محمکې ددغه تورنو هویت ندی ښکاره کړی چې څوک دي او کله نیول شوي وو.

په دې ورستیو کې د طالبانو له لورې د عامو خلکو پر وړاندې د سزاګانو راپورنه زیات شوي چې د نړیوالې ټولنې له سخت غبروګون سره مخ شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) په ورستي راپور کې چې څو ورځې وړاندې خپور شو راغلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د ۱۶ ښځو په ګډون ۱۱۱ تنه په فزیکي توګه مجازات شوي دي.

یوناما ویلي، چې طالبانو دغه کسان د بېلابېلو تورونو له امله په انفرادي او ډله ییزه توګه په دورو وهلي دي.