افغانستانخبرونه

د ایران په مشهد زندان کې شپږ کسان په دار ځړول شوي چې یو یې افغان دی

د حال وش په نامه د بشر حقونو اداره وایي چې تیره ورځ په ایران مشهد کې یو افغان چې د نشه یي توګو په تور نیول شوی وو په دار ځړول شوی.

د حال وش ویب ‌پاڼې د راپور له مخې د ایران په مشهد زندان کې د یوه افغان په ګډون د سیستان او بلوچستان ولایت دوه زندانیان او درې تنه نور بندیان د نشه‌يي توکو او نورو تورونو له امله په دار ځړول شوي دي.

د حال وش په دغه راپور کې راغلي، دغه کسان ظاهر صفري د افغانستان د زابل اوسیدونکي ، محمود شهرکي او رضا دارو د سیستان او بلوچستان، مجید قادري د ایران د مشهد اوسیدونکي ښودل شوي دي.

تیره ورځ د افغانستان د بشر حقونو پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبری په ایران کې د افغانانو په اعدام نیوکه کړې وه او او افغانان یې بې څوکه بللي وو چې د پوښتنې یې څوک نشته ځکه په دار ځړول کیږي.