افغانستانخبرونهنړۍ

طالبان: د ټرمپ په بریالیتوب تمه ده چې امریکا راسره اړیکې ښې کړي

د طالبانو حکومت د امریکا د متحده ایالتونو په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د بریالیتوب په اړه په یوه اعلامیه کې هیله څرګنده کړې چې له متحده ایالتونه ورسره اړیکې ښې کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ويلي چې بهرنیو چارو وزارت د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې د امریکا متحده ایالتونو د ټاکنو د پايلو له راڅرگندېدلو سره هیله لري، چې د امريکا راتلونکې اداره واقعبینانه گامونه پورته کړي او دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ملموس پرمختگ رامنځ ته شي او دواړه هېوادونه وکولای شي د متقابل تعامل په رڼا کې د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي.

‏د طالبانو په دغه اعلامیه کې راغلي چې دوی د امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د دوحې هوکړه د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د واکمنۍ پرمهال لاسلیک شوه له هغې وروسته دوی واک ته ورسېدل.

‏طالبانو دغه راز له ټرمپ هیله کړې چې سيمه او نړۍ کې روانې جگړې، په ځانگړې توگه، غزه او لبنان کې د روان ظلم او تېري پای ته رسولو کې به رغنده رول ولوبوي.