د ایران د بشري حقونو سازمان په تازه راپور کې ویلي چې پرون د کرج په قزل حصار زندان کې د درې افغانانو په ګډون یوولس کسان په دار ځړول شوي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، ددغه افغان وګړو د اعدام لامل په جنایي جرمنو کې ښکېلتیا ده.
په دغه خبر پاڼه کې د اعدام شویو افغانانو نومونه محمد حسن بیات. اجمل عزیزي، او محمد تاجک یاد شوي چې په قصدي وژنې، مخدره موادو او جینسي تیریو تورن وو په دار ځړول شوي دي.
د دغو ۱۱ بندیانو د اعدام په اړه ایراني رسنیو او د ایران حکومت تر دې دمه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.