ټیکنالوژي
په جاپان کې الوتونکی موټر نندارې ته وړاندې شو
د جاپان په ټوکیو ښار د لیفټ ایکرفټ امريکايي شرکت شرکت لخوا جوړ شوی هغه موټر ننداره شو چې لوتنه کولی شي.
د جیمز میک کاون په نامه د لیفټ ایرکرفټ شرکت کاروونکي ددغه نندارې پر مهال وویل «چې دا ډيره اسانه ده، تاسو یوازې باید ووایۍ چې زه غواړم وړاندې لاړ شم، نو دا به مخ پر وړاندې ځي».
ددې موټر د چلونې له پاره ضرور ده چې دوه ساعته روزنه تر لاسه کړې.
الوتونکي موټرې په نړۍ کې نوې تجربې دي چې د کارونو د سرعت او په ښارونو کې د ټرافیکو د بیربار له امله ډيزاین شوي خو تر اوسه د نړۍ په یو ښار هم عملي تجربه شوي ندي.