د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د هندي له ځانګړي استازي جي پي سینګ سره لیدلي او د اړیکو او اقتصادي مسایلو په اړه یې سره خبرې کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د هندي ځانګړي استازي په دغه ناسته کې وویل، د چابهار بندر په اړه د سیمې هیوادنو افغانستان، ایران او هند ترمنځ د خبرو له پاره زمینه مساعده کړي.
د نومړي په وینا، امیرخان متقي د هند د ځانکړي استازي جي پي سینګ سره په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو او د خلکو ترمنځ د تګ راتګ په اړه هم خبرې وکړې.
د حافظ ضیا احمد په وینا، د هند د ځانګړي استازي له قوله لیکلي، چې جي پي سېنګ د هند او افغانستان تر منځ د اړیکو پراختیا مهمه بللې او ټینګار یې کړی، چې په نږدې راتلونکي کې به د چابهار بندر په اړه د سیمې د هېوادونو، افغانستان او هند تخنیکي پلاوو تر منځ خبرې اترې وشي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، تمه لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې به پرمختګ راشي.