د مقاومت جبهې په نامه د طالبانو یوه مخالفه ډله ادعا کوي چې تېره شپه یې د هرات ښار په یوولسمه ناحیه کې د یوه برید پر مهال ۳ طالبان وژلي او ۱ یې بل ټپی کړی دی.
جبهه زیاتوي طالبانو د هرات ښار په شیدايي سیمه کې ګزمه کوله چې د مقاومت جبهې غړو پرې برید کړی او یو میل وسله یې هم ترې نیولې ده.
طالبانو په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو مشران په ویناو کې ادعا کوي چې افغانستان کې یې بشپړ امنیت تأمین کړی او مخالفې وسله والې ډلې یې له منځه وړې دي