افغانستانخبرونه

ملاله یوسفزۍ: که نړیوال د طالبانو په اړه خاموشه پاتې شي نو د دوی ايډیالوژي به نړۍ زیانمنه کړي

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ویلي که نړۍ د طالبانو له لورې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه خاموشه پاتې شي نو د دې ډلې اډیالوژي به نړۍ ته هم وغځيږي.

ملالې یوسفزۍ رسنیو ته ویلي چې نړۍ ته ددې نظریې خپرېدل ځکه ممکن دي چې نړیوالو یې تر اوسه پر وړاندې ګام ندی پورته کړی.

اغلې یوسفزۍ ټینګار وکړ چې د طالبانو په واکمنۍ کې افغانې ښځې له “جنستي توپیر” سره مخ دي.

هغې وویل: «افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې نجونې په کې له منځنیو او لوړو زده کړو منعه دي.»

نوموړې زیاته کړه: «زما لومړیتوب د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار حق دی چې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ دی. که موږ په افغانستان کې د ښځو لپاره ګامونه پورته نه کړو، موږ به د جنسیتي توپیر د دوام شاهدان واوسو.»

د ملالې یوسفزۍ په وینا د طالبانو اډیالوژي په افغانستان پورې محدوده نده بلکې پاکستان کې خپره شوې او که مخنوی یې ونشي نو ټوله نړۍ په زیانمنه کړي.

هغې خبرداری ورکړ چې د نړۍ هېوادونو ته د طالبانو “ځواب نه ویل” د دې لامل شوی چې دغه ډله د خپلو چلندونو د پایلو له وېرې پرته پر ښځو ظلمونو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د ښځو او نجونو پر وړاندې سخت قوانین وضعه شوي، پر زده کړو او کار یې بندیز لګول شوی او حتا تفریحي ځایونو ته نه پرېښودل کیږي.