د سارک د سوداګرۍ او صنایعو خونې پخواني مشر ویلي، چې له افغانستان سره دې د سوداګرۍ په برخه کې ګډ کار وشي.
ددغه سازمان پخواني مشر افتخار علي ملک رسنیو ته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په سوېلي اسیا کې سوداګري کمر رنګه شوې او دا په ډاګه کوي، چې ۶۷ سلنه پوره ګټه نه ده ترې اخیستل شوې.
نوموړي ویلي، چې نن هم د تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان تېلو او ګارزو ته په مستقیمه توګه د لاسرسي په لرلو سره افغانستان د سوېلي اسیا هېوادونو لپاره د یوې ګټورې دروازې په توګه کڼل کیږي.
هغه ویلي، غوره سوداګریزې اړیکې به د اقتصاد په وده کې مرسته وکړي او په سیمه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې به د بېوزلۍ په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.