افغانستانخبرونه

ترکیې سیاحتي شرکتونه افغانستان ته د روسيي سیلانیانو سفرونه پیل کوي

کابل ټیلیګراف – ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د روسیې نیوز په نوم یوې رسنۍ ویلي، چې د اګست په میاشت کې د روسیې د مسکو، تاتارستان او نورو سیمو څخه کابل ته سفر وکړي.

د را پور له مخې؛ دغه سفر د طالبان ټور په نوم یوه خصوصي شرکت لخوا تنظیمیږي، چې بنسټ یې د روسیي سوداګر اناتولي ارونوف لخوا اېښودل شوی دی.

د یاد شرکت بنسټ اېښودونکي روسیه نیوز ته ویلي، دغه سیاحتي سفر به د افغانستان د کلتور او تاریخ پېژندنې او د خلکو د ژوند د رښتیني حقیقت لیدلو په موخه ترسره شي.

د دوو اونیو دغه سفر شاوخوا ۱۵۰۰ امریکایي ډالر لګښت لري او هر ګډونوال تر دې دمه نږدې ۱۱۰۰ ډالر مخکې ورکړي دي.

په ورته وخت کې دوو نورو روسي سیاحتي شرکتونو هم تایید کړې چې افغانستان ته د سفر پروګرامونه جوړوي.

د دوی د معلوماتو له مخې، د دغو سفرونو لګښت به له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ ډالرو پورې وي، چې علت یې د امنیتي تضمینونو برابرول دي.

دغه سفرونه وروسته له هغې پلان کیږي، چې روسیې د طالبانو ډله په رسمیت وپېژندنه.