خبرونهنړۍ

اوکراين پر مسکو د بې‌پيلوټه الوتکو بريد کړی.

اوکرایني پرون د روسیې پلازمینې مسکو پر بېلابېلو برخو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي چې له امله یې ۵ تنه ټپیان شوي او ۴ کورونه سوځېدلي دي.

پر اوکراین د روسیې د برید له پيل راهیسې دا لومړی ځل دی چې اوکرایني ځواکونه پر مسکو د بې پيلوټه الوتکو دومره لوی برید کوي.

روسي چارواکي وايي په ۶ بېلابېلو سیمو کې یې د اوکراین ۸۴ بې پيلوټه الوتکې غورځولې دي.

بل خوا د اوکراین هوايي ځواک وایي، روسیې د یکشنبې په شپه، پر اوکراین د ۱۴۵ بې پيلوټه الوتکو برید کړی چې زیاتره یې غورځول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې رسنۍ وایي د امریکا راتلونکی ولسمشر ډونالډ ټرمپ بر پر دواړو خواو فشار راوړي چې جګړه پای ته ورسوي