افغانستانخبرونهلوبې

افغانستان له بنګلدېش نه د کرکټ لوبلړۍ وګټله!

د کرکټ د يو ورځنيو لوبو دغه لوبلړۍ چې د افغانستان په کوربتوب په شارجه لوبغالي کې پيل شوې وه، نن د افغانستان په بريا پای ته ورسېده.

نن د درېيمې لوبې په پیل کې پچه د بنګلدېش لوبډلې وګټله او د منډو جوړولو پرېکړه يې وکړه.

بنګلدېش په ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو سره ۲۴۴ منډې وکړې چې تر ټولو ډېرې ۹۸منډې پکې محمدالله په ۹۸ توپونو او او مهدي حسن په ۱۱۹ توپونو ۶۶ منډې وکړې.

د افغانستان له خوا تر ټولو بهترينه توپ اچونه عظمت الله عمرزي وکړه چې په ۷ اورونو کې يې د بنګلدېش ۴ لوبغاړي وسوځول او ۳۷ منډې يې ورکړې. محمد نبي په ۱۰ اورونو کې د بنګلدېش يو لوبغاړی وسوځاوه او ۳۷ منډې يې ورکړې، راشدخان په ۱۰ اورونو کې د بنګلدېش يو لوبغاړی وسوځاوه او ۴۰ منډې يې ورکړې، ننګيال خروټي په ۹ اورونو کې ۳۵ منډې ورکړې خو کومه ويکټ يې وانخيسته.

په دويمه پاڼۍ کې افغاستان د منډې جوړولو ښه پيل وکړ خو پيليز لوبغاړی صديق اتل نن ښه ونه ځلېد او د ۱۸ توپونو په لوبولو سره يې ۱۴ منډې وکړې او وسوځېد، خو د پیل بل لوبغاړی رحمن الله ګوربز ودرېد او په ۱۲۰ توپونو يې ۱۰۱ منډې وکړې. محمدنبي هم په ۲۷ توپونو ۳۴ چټکې منډې وکړې. عظمت الله عمرزي زړوره توپوهنه وکړه او په ۷۷ توپونو يې ۷۰ منډې وکړې چې ۵ شپږېزې او ۳ څلورېزې يې پکې ووهلې او افغانستان يې يې تر بري ورساوه.

له بنګلدېش سره د افغانستان د کرکټ د يو ورځنيو لوبو په لوبلړ کې وار له مخه يوه لوبه افغانستان او يوه بنګلدېش ګټلې وه چې په نننۍ بريا سره افغانستان د بنګلدېش په وړاندې د لوبلړۍ جام پورته کړ.

د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی عظمت الله عمرزی او د ټولې لوبلړۍ غوره لوبغاړی محمدنبي وټاکل شول.