د بښنې نړۍوال سازمان په تازه خپور کړي رېپورټ کې ویلي چې د طالبانو بیا واک ته رسیدو او درې کاله واکمنۍ ورسته هم په افغانستان کې له بشري حقونو پراخه سرغړونې روانې دي.
یاد سازمان ویلي، چې لاهم په افغانستان کې جنسیتي توپیر، ربړونه، خپلسرې نیونې او سانسور دوام لري.
په راپور کې راغلي: «د طالبانو په واکمنۍ کې پر بیان ازادۍ، سوله ییزو راټولېدنو او د ښځو په سیاسي ګډون بندیزونه لګول شوي، له بل پلوه بدني سزاوې هم بېرته پیل شوې او د یوې خپلواکې قضایي قوې نشتوالي دغه مسلې نورې هم زیاتې کړې دي.»
د بښنې نړیواله سازمان وایي: درې کاله وشول چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ؛ له هغه وخت راهیسې په دغه هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونې لړۍ دوام لري او ښځې د ژوند له هر اړخه څنډې ته شوې دي.
یاده دې وي چې د طالبانو دوباره واک ترلاسه کولو ورسته په افغانستان کې په خپله ګټه سخت قوانین وضعه کړي، ددغه سختو قوانینو تر ټول زیات یې په ښځو راڅرخي چې له بشري حقونو، زده کړو، کار منعه شوي او تفریحي ځایونو ته په تګ یې بندیز وضعه شوی دی.