د متحده ایالانو په ټاکنو کې بریالي شوي نوماند ډونالډ ټرمپ مایک والټز د ملي امنیت سلاکار ټاکلی دی.
مایک والټز وویشت کاله د امریکا په پوځ او تر څنګ یې په افغانستان کې له ۲۰۰۰ تر ۲۰۰۴ م کلونو تر منځ د امریکا له پوځ او ځانګړو ځواکونو د افسر په توګه د ترهګرۍ ضد مبارزه او د افغان ځواکونو د مشاور په توګه دندې ترسره کړې.
د ملي امنیت دغه سلاکار د امریکا د مرستیال ولسمشر ډیک چیني سره د ترهګرۍ ضد مشاور په توګه هم دنده ترسره کړې، کله چې هغه د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو په پالیسۍ او ستراتیژۍ جوړولو کې ښکېل و.